کابل باختر دوږي دمياشتې ٢٦ :
په لغمان ولايت کې د يو واټ د جوړولو او قيرکولو کار پيل شو.
دغه واټ دڅه ناڅه نهه کيلومترو په اوږدوالي او د اتو مترو په سور سره په مهترلام ښارکې جوړيږي .
د دغه واټ د پخولو لګښت نږدې يوسلو درې مليونه افغانۍ اټکل شوى دى چې فوايد عامې وزارت له خوا ورکول کيږي.
د لغمان والي عبدالجبار نعيمي وويل: د دغه واټ جوړول او قيرکول د خلکو په تګ راتګ کې د آسانتياوو د برابرولو ترڅنګ د خلکو اقتصاد ته هم ګټه رسوي.
ده وويل: د دغې پروژې دکار بهير به وڅارل شي او په نړيوالو معيارونو سره به جوړ شي .
د عمرزايي د ساحې يو مشر ملک محمود چې دغه واټ ورڅخه تيريږي؛ ددغه واټ د جوړولو او قيرکولو له امله خوښي څرګنده کړه او هغه يې د کار اوبار لپاره او په تېره بيا بزګرانو ته د آسانتياوو د برابرولو په خاطر ارزښتناک وباله .
ده وويل چې له زياتو کلونو را په دې خوا يې ددغه واټ دجوړولو اوقيرکولو غوښته کړې وه. دغه واټ د مهترلام بابا د تاريخي زيارت پورې رسيږي.
ټاکل شوې ده د دغه واټ د جوړولو کار تر يو کال پورې بشپړ شي .
2 1 دقیقه لوستل