ورزش

درمضان دجام دفوټبال سيالۍ دوام لري .

کابل باختر د چنګاښ دولسمه :
درمضان دجام دفوټبال  سيالۍ په کابل کې نن شپه په څلورو لوبو سره دوام مومي .
  دکابل دفوټبال  فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي باختراژانس ته خبرورکړ په دغوسياليو کې صديقي له ياران شمال ، توفان وزير اباد له ستاره ګان سميع  فيفا  دمکروريانونو دځوانانو او  شيران له ګام پيروزي ټيمونوسره لوبې کوي .
قيومي  زياته کړه درمضان دجام دفوټبال سيالۍ په لومړي سر کې دڅلورو شپيتو ټيمونو ترمنځ دبدنې روزنې او سپورت رياست په جمنازيوم کې پيل شوې وې  چې اوس اتو ټيمونو ته رسيدلي دي .
قيومي وويل دتيرې شپې په لوبو کې دفيفا ، او  دځوانان  مکروريان  او شيران ټيمونه په خپلوسيالانو بريالي شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته