کابل باختر زمري ٣٠ لس تنه وسله وال طالبان په فارياب ولايت کې دکوماندو دځواکونو په ځانګړو عملياتو کې ووژل شول . په دغو طالبانو تيره شپه دفارياب ولايت د خواجه سبز پوش په ولسوالۍ کې ددوى په مرکزونوکې بريدونه وشول . درارسيدلو خبرونو له مخې ، ډار اچوونکي دنيکمرغه لوى اختر په ورځو کې ديولړ نويو بريدونو په پلان جوړولو بوخت و ، چې بريدونه پرې وشول . دکوماندو دځواکونو وياند احمد جاويد سليم باختراژانس ته وويل چې په دغو عملياتو کې لس تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي . قوماندان شعيب دکوماندو دځواکونو ددغو عملياتو رهبري په غاړه لرله . دى وايي چې وسله والو طالبانو ته دسردزيان داوښتو ترڅنګ ددغې ډار اچوونکي ډلې يوه اندازه جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي . ختم_ ف _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل