کابل باختر د چنګاښ اوولسمه :
دوسله والو طالبانو د ډلې يو قوماندان چې دغزني ولايت په کچه يې شهرت درلود نن سهار دافغان ځواکونو په عملياتو کې ووژل شو .
دغزني ولايت دقره باغ ولسوالۍ دسيمه ئيزو پوليسو قوماندان محمد عظيم باختراژانس ته وويل چې دطآلبانو د ډلې مشهور قوماندان مولوي عبدالحکيم دغزني ولايت دقره باغ ولسوالۍ په کاريز کلي کې دافغان امنيتي ځواکونو په عملياتو کې له يوه ساتوونکي سره يې ووژل شو .
ده وويل چې مولوي عبدالحکيم دغزني ولايت په کچه دطالبانو د ډلې يو مشهور قوماندان و چې دامنيتي ځواکونو په وړاندې په مقاومت سره په خپل کور کې ووژل شو .
قوماندان عبدالحکيم دماين ښخولو ، دائتلاف دقوتونو او دافغان دځواکونو په کاروانونو دوسله والو بريدونو او ددولتي کارکوونکو د تښتونې په څو پيښو کې لاس درلود .
0 1 دقیقه لوستل