روغتیا

په ظفر قول اردو کې دکرونا ددرملنې ځانګړى مرکز جوړ شو .

کابل / دچنګاښ ٩مه / باختر :
په هرات کې په ظفر قول اردو کې په کرونا ويروس  داخته  کسانو ددرملنې ځانګړى مرکز  پرانستل شو .
دغه مرکز به دهغو پوځيانو درملنه وکړي  چې دافغانستان په لويديځ کې ځاى پرځاى  دي .
دظفر قول اردو  مرستيال  ډګروال محمد همايون  پيمان باختراژانس ته وويل  چې  دغه  روغتيايي مرکز په  يو وخت کې  دشپږ پنځوسو ناروغانو ددرملنې وړتيا لري .
  ډګروال پيمان  دکرونا ويروس په باب  او په دغه ويروس  داخته کېدو دمخنيوي  اودافغانستان په لويديح کې  داردو داډو اومرکزونو ضد عفوني کولوپه باب  پوځيانو ته دپوهاوي ورکول  ددغې وژونکي ناروغى سره  دمبارزې په لاره کې  دخپلو ترسره شويو کارونو  له جملې څخه  وبلل او ويې ويل  چې په پوځي اډو کې دناروغ موندنې او دهغوى ددرملنې لپاره  هلې ځلې  دوام لري .
داپه داسې حال کې ده چې پوځي اډو ته  دکرونا ويروس لاره موندله او په دغه ويروس  ديوشمېر افغان پوځيانو  اخته کېدل  دافغانستان دخلکو او حکومت  د اندېښنې  سبب شوى دى .    ختم _ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته