خبرونهنړۍ

اسرایل د یو بشپړ اوربند د ټینګېدو اراده نه لري

نړۍ، د غوايي ۱۱مه، بهرنۍ رسنۍ

امریکا او بریتانیا له حماس غورځنګ څخه غوښتي، چې غزه کې د اوربند په  اړه وړاندې شوې وروستۍ طرحه، چې د بریتانیا د بهرنیو چارو د وزیر په خبره ۴۰ ورځې اوربند هم په کې شامل دی، ومني.

ورته وخت کې مصري او ځینو نورو نړیوالو رسنیو خبر ورکړی، چې قاهره کې د اوربند په اړه ناسته پای ته رسېدلې او حماس غورځنګ د ناستې ګډونوالو ته پر ځواب ورکولو غور کوي.

الجزیرې بیا د حماس غورځنګ د ویاند اسامه حمدان وینا رانقل کړې، چې ویلي یې دي، د اوربند شرایطو ته په کتو صهیونست رژیم د یو بشپړ او دایمي اوربند د ټینګېدو اراده نه لري.

د اوربند په شرایطو کې حماس غورځنګ له غزې څخه د ټولو اسرایلي ځواکونو وتل، خپلو سیمو ته د غزې د اوسېدونکو بېرته ستنېدل او دایمي اوربند مطرح دي او اسرایل بیا د حماس غورځنګ له منځه وړل، د خپلو اسیرانو خوشې کول او د تل لپاره د غزې امنیتي کنترول په لاس کې نیول غواړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته