کابل باختر د وري د میاشتې ۷ مه
د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ د اوزبین درې په کارګو کلي کې د یوه قوماندان په ګډون درې تنه وسله وال طالبان وژل شوي او دوه تنه نور قوماندانان یې ټپیان شوي دي.
له ۲۰۱ سیلاب قول اردو څخه باختر اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې وړمه شپه د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو په سروبي ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړي.
سرچینه زیاتوي چې د ترسره شویو عملیاتو پرمهال د یوه قوماندان په ګډون درې تنه وسله وال طالبان وژل شوي او دوه تنه نور قوماندانان یې ټپيان شوي دي.پای/وصال