ټولنه

په هرات کې د ښاري پرمختيا د پروژو په بشپړولو ټينګار

کابل باختر د غبرګولي لومړى :
د هرات والي د ښار او کورجوړولو له وزير سره په کتنه کې د ښاري  پراختيايي طرحو د بشپړولو په لاره کې د دغه وزارت د جديت غوښتنه وکړه .
  د ښار او کورجوړولو وزير سيد سعادت منصور نادري د هرات له والي محمد آصف رحيمي سره په کتنه کې دهرات د ښاري ماستر پلان دبشپړولو په خاطر  ددغه وزارت  دجديت يادونه وکړه .
د هرات والي په هرات کې د دغه وزارت د هلوځلو له امله په قدردانۍ سره د سيد کمال الدين بهزاد د ښارګوټي، د هرات د جامع جومات ، د هرات په ماستر پلان د بيا کتنې او د دغه ولايت د اداري کمپلکس د جوړولو د کار د څرنګوالې په باب خبرې وکړې .
  د ښار اوکورجوړولو وزير وويل چې ددغه وزارت کاري ټيم په عملي توګه  دهرات ښار د  ماستر پلان په باب کار کوي او ډير ژر به  دغه ماستر پلان  بشپړ شي .
  ده دغه راز د استاد کمال الدين بهزاد ښارګوټي په باب وويل چې ددغه ښارګوټي بشپړه طرحه اوس د ښاري پراختيا عالي شورا ته وړاندې  کيږي او د شورا له منظورۍ وروسته به د هغه عملي کار پيل شي .
  د ښار او کورجوړولو وزير زياته کړه چې د جامع جومات د جوړولو کار تر اوسه پورې په جدي او اغيزمن ډول پرمخ تللى او په تدارکاتي پړاو کې دى .
ده دغه راز د وزارت د اداري کمپلکس د جوړولو د پروګرام  په چوکاټ کې د دغه ولايت د اداري کمپلکس د جوړولو د پلان د شاملولو خبر ورکړ .
  ختم_  ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته