امنیت

په خوست ولايت کې دپوليسو څلور تنه سرتيري شهيدان او څلور تنه نوريې ټپيان شول.

کابل – باختر د ثور دمياشتې ١١
په خوست ولايت کې د يوې ډلې طالبانو د بريد له امله دپوليسو څلور تنه سرتيري شهيدان او څلور  تنه نور يې ټپيان شول .
په دې جګړه کې چې تيره شپه  ونښته درې  تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يو تن بل يې د سرتيرو له خوا ونيول شو.
جګړه هغه وخت ونښته چې يوې ډلې وسله والو طالبانو د ډيورند کرښې ته څيرمه دعليشرو ولسوالۍ په پيرزي سيمه کې دسرحدي سرتيرو په يوې قرارګاه بريد وکړ.
دخوست د والي ويندوى  مبارز محمد ځدران دباختر آژانس خبريال ته وويل  :
په دې نښته کې دپوليسو څلورتنه سرتيري شهيدان او څلور تنه نوريې ټپيان شول .
ده تاييد کړه چې په دې پيښه کې درې تنه وسله وال طالبان وژل شوي او يو تن بل يې دسرتيرو له خوا نيول شوى دى .
په همدې حال کې په خوست کې د يوه روغتيايي مرکز ډاکترانو  په دې جګړه کې دڅه ناڅه دوو تنو ټپي سرتيرو روغتيايي حالت خراب بللى دى.
ويل کيږي چې  ددغې نښتې په پاى کې دوسله والو طالبانو څو جنګي وسايل او يوه اندازه چاوديدونکي  توکي د سرتيرو لاسته ورغلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته