امنیت

دملي دفاع وزير:ملي اردو دهرې ورځې په تيريدو سره لاپسې پياوړي کيږي

کابل باختر  دلړم  شپاړسمه
دافغانستان دملي دفاع وزير ستر جنرال بسم الله محمدي نن دکرواسي هيواد ددفاع له وزير سره  وکتل .
دملي دفاع وزارت  مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبرورکړ ،  په دې کتنه کې لومړي دملي دفاع وزير دهيواد دامنيتي حالاتو ، دملي اردو د ظرفيتونو او ځواکمنيو دپياوړتيا دبهير او دهيواد دملي اردو دلارې پرسر دپرتو ستونزو او خنډونو په باب دکرواسي ددفاع وزير اوملګري هيئت ته يې  معلومات ورکړل او زياته يې کړه چې موږ دافغانستان  له دښمنانو سره په جګړه کې يو . او لاتراوسه پورې  زموږ دهيواد اوخلکو پرخلاف بهرني لاسوهنې دوام لري خوسره له دې هم  زموږ ملي اردو دهرې ورځې په تيريدو سره  پياوړي کيږي  اوس ملي اردو دکميت له پلوه  څه دپاسه  يو سلو نوي زرو تنو ته  رسيدلې ده او زموږ  زيات تمرکز دهغې عملياتي کيفيت او ځواکمني ته متوجه دى .
دملي دفاع دوزير  دڅرګندونو له مخې،  دملي اردو له خوا دشپې له پلوه دځانګړو عملياتو په اجرا کولو سره  دملکي وګړو دسر زيان ډيرې ټيټې  کچې ته رسيدلې ده .
دملي دفاع وزير زياته کړه ملي اردو دخپلو دندو اومسووليتونو داجراکولو په خاطر داوسنيو تجهيزاتو ترڅنګ ځواکمن  هوايي پوځ ، درندو وسلو ، دکشف او استخباراتو پرمختللو وسلو او دماينونو دشنډولو په برخه کې زده کړې ته اړتيا لري  چې بايد په دې برخه کې دافغانستان  متحدين پاملرنه وکړي .
وروسته دکرواسي ددفاع وزير دملي اردو دمحسوسو پرمختګونو  اوبرياليتوبونو له امله خوښي څرګنده کړه او ويې ويل  چې دملي اردو دمنسوبينو  ددغو ښو او ستاينې وړ اقداماتو ترڅنګ ، دملکي ادارو او مرکزونو پياوړتيا هم  دافغانستان خلک  خپلو هدفونو ته  نږدې او لاپسې نږدې کوي .
دکرواسي ددفاع وزير له  ٢٠١٤ کال وروسته دخپل متبوع هيواد دمرستو دژمنې دڅرګندونو په ترڅ کې له افغانستان سره  دستراتيژيکي تړون  دلاسليک کولو په لاره کې  ددغه هيواد  دنيت يادونه وکړه  چې دده دڅرګندونوله مخې، ددغه تړون  په لاسليک سره به دوه اړخيزې مرستې  وشي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته