کابل باختر دليندي اته ويشتمه :
د وسله والو طالبانو د ډلې دوه تنه مشهور قوماندانان دخپلو شپيتو تنو افرادو په ګډون په بدخشان ولايت کې د سولې له پروګرام سره يوځاى شول .
ملاعباس او ملا عنايت الله له خپلو افرادوسره يې مخکې له دې د جرم ولسوالۍ په ځينو سيموکې په تروريستي فعاليتونو بوخت وو.
دبخشان ولايت د امنيې قوماندانۍ دامنيت آمر سيد جهانګير کرامت باخترآژانس ته وويل چې دغو قوماندانانو عادي ژوندانه ته د ستنيدو په وخت کې خپل په لسګونو جنګي وسايل هم دولت ته وسپارل.
ملا عنايت الله او ملاعباس د سولې له پروګرام سره د پيوستون په وخت کې ژمنه وکړه چې له دې وروسته به د خپل هيوادپه بيا جوړولو او د امنيت په تامينولوکې ونډه واخلي .
په همدې حال کې دبدخشان ولايت سيمه ئيز مسوولين وايي چې عادي ژوندانه ته ددغو دوو قوماندانانو ستيندل به په دغه ولايت کې د امنيتي حالت په ښه والي باندې مثبته اغيزه ولري .
له بلې خوا دبدخشان ولايت دسولې دکميټې مسوولين وايي چې يوځاى شويو کسانو ته به دکار زمينه برابره کړي.
0 1 دقیقه لوستل