کابل باختر دغويي دمياشتې ١٦ نيټه :
د خوست ښار په يوه جومات کې د بم د چاودنې له امله شل تنه ملکي وګړي ووژل شول او په لسګونو تنه نور ټپيان شول.
بم ديعقبيو په جومات کې چې د رايو ورکوونکو د نوم ليکنې مرکز دى ځاى پرځاى شوى و او نن د لمانځه د اداکولو په وخت کې وچاوديد.
دخوست ښار يوه امنيتي خبرځاى باخترآژانس ته وويل چې؛ د لومړنيو رپوټونوله مخې د دغه بم د چاودنې له امله شل تنه ملکي وګړي وژل شوي دي او څه ناڅه دېرش تنه نور ټپيان شوي دي.
ده وويل ؛ دغه بريد په لمونځ کوونکو او په انتخاباتو کې د نوم ليکنې په مراجعينو شوى دى.
خو دخوست ولايت د عامې روغتيا رئيس حبيب شاه انصاري باخترآژانس ته وويل چې؛ له دغې پيښې څخه ١٢تنه شهيدان او څه ناڅه ٢٠ تنه ټپيان د ښار روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
هغه زياتوي چې د دغې پيښې د څه ناڅه لسو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب دى.
تراوسه پورې د دغه بم د ايښودلو مسووليت چاپه غاړه نه دى اخېستى.
خو يوشمېرسيمه يېزخبرځايونه طالبان د هغه عاملين بولي.پاى ج ذ