امنیت

په بدخشان کې ديوه پوځي وژل کيدل

کابل باختر د سلواغې دمياشتې  ٢٣ :
دتروريزم ضد دآمريت يو ضابط  له يوبل تن سره تيره شپه  دفيض آباد ښار دلومړۍ ناحيې په ساحه کې دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا ووژل شو.
دبدخشان ولايت  له جنايي جرمونو سره دمبارزې مدير سمونوال سخيداد حيدري دباخترآژانس خبريال ته وويل :  يو له دغو وژل شويو کسانو څخه دعادل په نامه  له تروريزم سره دمبارزې يو اضافه تشکيل ضابط دى او بل شخص داحمدشاه په نامه  چې همدغې ناحيې اوسيدونکى دى او په نشه يي توکو  روږدى دى  دواړه تيره شپه په  اتو بجو په  مرموز ډول  دسړک په منځ کې  وژل شوي دي  .
دقاتل هويت تراوسه پورې معلوم نه دى  اوله جنايي پيښو سره دمبارزې دپوليسو له خوا په دې برخه کې تحقيقات دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته