امنیت

يوولس تنه داعشيان په ننګرهار کې ووژل شول .

کابل باختر د سلواغې شپاړلسمه :
دداعش  دډلې يوولس تنه غړي په ننګرهار ولايت کې دهوايي بريد په بهير کې ووژل شول .
په دې بريد کې ددغې ډلې يوقوماندان سخت ټپي شوى دى .
درارسيدلو خبرونو له مخې : داعشيان داچين ولسوالۍ  په يو پټنځي کې ديولړ تروريستي بريدونو په سازمان ورکولو بوخت و چې پرې هوايي بريد وشو .
دهېواد په ختيځ  کې دپوليسو يوجګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل :په دې بريد کې دداعش يوولس تنه غړي ووژل شول .
ده وويل  :ددغې ډلې يو قوماندان  په دې هوايي بريدکې  سخت ټپي شوى دى .
دى وايي داعشيان  په اچين ولسوالۍ کې په خپل پټنځي  کې ديولړ تروريستي بريدونو په سازمان ورکولو بوخت و چې  دافغانستان  دهوايي ځواکونو له خوا پرې بريد وشو .
ويل کيږي په دې هوايي بريد کې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته