امنیت

پنځه پوځیان په دايکنډي کې شهيدان شول

کابل / د سلواغې ۲۹ مه / باختر
د ملي اردو پنحه منسوبين نن په دايکنډي کې د ماين په چاودنه کې شهيدان شول.
د دايکنډي د ولايتي شوراغړى غيرت جوهري باختر آژانس ته وويل چې د ملي اردو دغه سرتېري د دغه ولايت د ګجران ولسوالۍ په جيوف کارېز کلي کې د ماين په چاودنه کې شهيدان شول.
په دې چاودنه کې د ملي اردو دوه نور سرتېري ټپيان شول.
ختم – ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته