کابل باختر د زمري اتمه :
دوه تنه وسله وال طالبان په ادرسکن ولسوالۍ کې له امنيتي ځاکونوسره په نښته کې ووژل شول .
په هرات ولايت کې دولتي مسوولين وايي چې په دې نښته کې يو وسله وال ياغي هم نيول شوى دى.
دهرات ولايت وياند احسان الله حيات وايي چې دغه جګړه د ادرسکن ولسوالۍ په قره تګل کې دامنيتي ځواکونوله عملياتو وروسته پرون سهار داتو بجو په شاوخواکې ونښته .
دهرات دوالي دوياند دڅرګندونوله مخې په دغو عملياتو کې امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى خو درې موټرسايکلونه او يوه اندازه مهمات هم دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ