کابل باختر د زمري لومړي :
د هېواد په بېلابېلو سيموکې ١٠٩ تنه ډار اچوونکي د ملي اردو په چاڼيزو عملياتوکې ووژل شول .
د ملي دفاع وزارت د يوې خبرپاڼې په ليږولو سره باختر آژانس ته ويلي دي:
په تيرو٢٤ساعتو کې ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو د ډار اچوونکو د ځپلو په موخه د هېواد په بېلابېلو سيموکې عمليات ترسره کړل چې له امله يې دطالبانو د يوه سيمه ئيز قوماندان په ګډون ١٠٩ تنه ډار اچوونکي او اته تنه داعشيان وژل شوي او ٦٠ تنه نور يې ټپيان شوي دي.
دغه ګډ عمليات د توپچي او هوايي قوتونو په ملاتړ د ننګرهار، کاپيسا، غزني، لوګر، قندهار، روزګان، هرات، فراه، کندز، فارياب، بغلان او دهلمند د ولايتونو په مربوطاتوکې ترسره شول .
0 د یوې دقیقې څخه لږ