امنیت

اتلس تنه وسله وال طالبانو ووژل شول

کابل باختر  د چنګاښ ١٨ :
په تيرو ٢٤ ساعتو کې د افغان امنيتي ځواکونو او د نړيوالو پوځونو په ګډو چاڼيزو عملياتوکې اتلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر  باخترآژانس ته د يوې خبرپاڼې  په ليږلوسره  ليکلي دي: عمليات دافغان امنيتي ځواکونو او د ايتلاف قوتونو له خوا د جوزجان ، غزني او د هلمند د ولايتونو په مربوطاتوکې ترسره شول چې له امله يې اتلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول، پنځه تنه ټپيان او شپږتنه نوريې له يوې اندازې وسلو، مهماتو  اوچاوديدونکو توکوسره ونيول شول.
ديوبل خبرله مخې: دکابل ولايت د امنيې قوماندانۍ دملي پوليسو منسوبينو پرون پنځه تنه د وژنې، غلا، او د انسان تښتونې په  اړوند دکابل ښار دشپږمې، اتمې او پنځلسمې امنيتي  حوزې او د چارآسياب ولسوالۍ په مربوطاتو کې ونيول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته