ايرنا –باختر د چنګاښ دمياشتې ١٦
د يونسکو لويې مديرې (ايرينا بوکووا) اعلام وکړ چې اوس په نړۍ کې ١٢٤ تنه ماشومان ښوونځي ته له تګ او زده کړې له دوام څخه بې برخې دي .
د ايرنا د خبرله مخې:
ايرينا بوکووا پرون وويل: په داسې حال کې چې د دغه سازمان مالي امکانات د ٢٠١٠ م کال د بودجې په اندازه پاتې ده، خو د ملګرو ملتو د سازمان د وروستيو رپوټونو له مخې همدا اوس ١٢٤ مليونه تنه ماشومان او تنکي ځوانان د دغه سازمان د مالي کمښت له امله د زده کړې له دوام څخه بې برخې دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ