خبرونهښوونه او روزنه

په غزني کې د ۲۰ میلیونو افغانیو په لګښت یوه لېسه جوړيږي

کابل، د غوایی ۱۸ مه، باختر

د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې د ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت یوه لېسه جوړېږي.

د غزني د پوهنې رییس مولوي میرنصیر احمد حسیني د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې د جاغوري ولسوالۍ د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت د داوود زیرک لېسې لپاره پر ۴ جریبه ځمکه د یوې ۳ پوړېزې ودانۍ د جوړولو چارې پيل شوې دي.

د نوموړي په وینا یاد ښوونځی به ۲۰ درسي خونې، مجهز لابراتوار، کتابخونه، احاطوي  دېوال، پخلنځی، د ساتونکو خونه، اداري خونې، د لوبو ميدان، او ورته نورې اسانتیاوې ولري.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون هم ورته پروژه کې د ۵ میلیونه افغانیو په لګښت جاغوریو ولسوالۍ کې حیدر لېسې ته د ودانۍ جوړلو چارې پیل شوې وې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته