امنیت

يوتن په بغلان کې په اعدام محکوم شو.

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ١٥
په بغلان ولايت کې يو تن دخپلې ميرمنې دوژنې په جرم په اعدام محکوم شو.
دبغلان ولايت دابتداييه محکمې رييس  قاضي نظير الله حنيف ددغه خبر په تاييدولو سره دباختر آژانس خبريال ته وويل: دبغلان ولايت دخنجانو ولسوالۍ اوسيدونکى محمد يعقوب کله چې دوه مياشتې مخکې دخنجانو ولسوالۍ په مرکز کې خپله ميرمن وژلې وه ددغه ولايت دابتداييه محکمې په علني غونډه کې په اعدام محکوم شو.دبغلان ولايت دابتداييه محکمې د رييس د څرګندونو له مخې دمحکمې حکم وروستۍ نه دى او متهم کولاى شي داستيناف غوښتنه وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته