خبرونهښوونه او روزنه

غزني کې د ۵ میلیونو افغانیو په لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړېږي

کابل، د غوایی ۱۷ مه، باختر

د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې د ۵ میلیونو افغانیو په لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړېږي.

د یاد ولایت د پوهنې ریاست مسوولینو باختر اژانس ته ویلي، چې د جاغوري ولسوالۍ د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۵ میلیونو افغانیو په لګښت د حیدر لیسې لپاره د یوې دوه پوړیزې ودانۍ د جوړولو چارې پيل شوې دي.

سرچینې زیاته کړې، چې یاده ودانۍ به ۱۳ اداري او درسي خونې او نورې اسانتیاوې ولري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته