امنیت

له قاچاق وړونکو څخه دوه سوه اتيا کيلوګرامه چرس ترلاسه شول .

کابل باختر د سلواغۍ څلورمه :
دکورنيو چارو وزارت له تروريزم سره دمبارزې دلوى رياست موظفينو د کابل ولايت په سروبي ولسوالۍ  کې دوه سوه اتيا کيلوګرامه چرس ترلاسه کړل .
دغه نشه يي توکې په اتو بوريو کې ځاى پرځاى کړى  شوي و .
دکورنيو چارو وزارت دتروريزم پرخلاف دمبارزې درياست سرپرست پاسوال امر الله امان نن په يوه خبري غونډه کې وويل چې دغه چرس دسروبي ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترلاسه شوي او قاچاق وړونکو غوښتل چې هغه بل ځاى ته وليږدوي چې ددغه رياست دموظفينو دپاملرنې له امله په دې بريالي نه شول چې داکار ترسره کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته