امنیت

په سرپل کې د وچکالۍ له امله کوکنار نه دي کرل شوي

کابل باختر دزمري دمياشتې ١٧ نيټه :          
د سرپل ولايت پوليسو په روان کال کې ١٤ تنه د نشه يي توکو د توليد ، پلورنې  او قاچاقو په تور نيولي دي.
د سرپل ولايت د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې مدير سمونوال غلام دستګير فيضي باختر آژانس ته وويل: له دغو کسانوڅخه ٣٦٨  کيلوګرامه اپين، ١١ کيلوګرامه چرس، ٥٤٦ کيلوګرامه هيروئين او١٩٤ کيلوګرامه شيشه ترلاسه شوي دي .
فيضي زياته کړه: سږ کال د وچکالۍ له امله په سرپل کې کوکنار نه دي کرل شوي. په داسې حال کې چې موږ د طالبانو تر ولګې لاندې ساحو کې د کوکنار د اړولو توان نه درلود، خو په سلو کې ۹۰ د نشه يي توکو د پلورنې او قاچاقو مخه نيول شوې ده. خو دغه توکي له تيرو کلونو څخه  د طالبانو تر ادارې لاندې سيمو کې زيرمه شوي دي او د نشه يي توکو قاچاق وړونکي په پټه هغه پلوري.
د سرپل  د ولايتي شورا  رئيس او د مدني ټولنې غړي د انديښنې په څرګندولو سره وايي چې په زرګونو تنه روږدي کسان دنشه يي توکو په استفادې بوخت دي.
دوی وايي چې په دغه ولايت کې د روږدو کسانو د درملنې  يوازې يو شل بستريز روغتون شته چې هره مياشت شل تنه روږدي کسان تداوي کوي، په داسې حال کې چې په سلګونو تنه نور روږدي کسان د درملني غوښتنه کوي.
د سرپل ولايت يوشمېر اوسيدونکي ادعا کوي چې په دغه ولايت کې د امنيتې ځواکونو له خوا د نشه يي توکو د پلورنې مخه نه نيول کيږي او د نشه يي توکو  بيه ټيټه ده، په همدې دليل د ګاونډيو ولايتونو روږدي کسان سرپل ته راځي  او د هرې ورځې په تيريدو سره د دغو کسانو شمېر زياتيږي.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته