امنیت

لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول اوپنځه تنه نوريې ټپيان شول

کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ٥:
په  فراه  ولايت کې  دامنيتي ځواکونو دچاڼيزو عملياتو په بهيرکې څلور ورځې مخکې پيل  شوي  و، لس تنه وسله وال طالبان   ووژل شول او پنځه تنه   نور يې ټپيان شول.
په فراه ولايت کې د ٢٠٧ ظفرقول اردو ددويمې  پلې لوا مطبوعاتي  دفتر  باختر آژانس ته خبرورکړ :  دغه عمليات دبکوا ولسوالۍ په مربوطاتو کې دافغان ګډو ځواکونو له خوا ترسره شول چې له امله يې لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او پنځه تنه نور طالبان ټپيان شول.
دخبرځاى دڅرگندونوله مخې:  په دغو عملياتو کې  افغان  ګډو ځواکونو ته  زيان  نه دى اوښتى .
د يادونې وړ ده  چې دغه عمليات د ابونصر فراهي  په  نامه دعقاب دعملياتو په چوکاټ کې له څلورو ورځو  را په  دې خوا د بکوا ولسوالۍ په مربوطاتو کې پيل شوي  و ، نن  پاى ته ورسيدل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته