کابل باختر د ثور شلمه
په هلمند ولايت کې پرون دوسله والو طالبانو دنشه يي توکو دوه زيرمې دهيواد دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي .
درارسيدلو خبرله مخې دغه نشه يي توکي دخان شين او ناوي ولسواليو په مربوطاتو کې دناتو دسرتيرو او افغان پوځيانو د ځانګړو عملياتو په بهيرکې له دوو زيرمو څخه ترلاسه شوي دي .
ناتو باختر اژانس ته ديوې خبرپاني په ليږلو سره ويلي دي چې له دغو زيرمو څخه يو زرو دري سوه اويا کيلوګرامه ډول ډول نشه يي توکي ترلاسه شوي دي .
په خبرپاڼه کې دعملياتو په بهير کې دنيولو او داحتمالي نښتي په باب څه نه دي ويل شوي .