امنیت

لس تنه وسله وال طالبان د هېواد په سویل ختیځ کې وژل شوي دي

کابل/باختر/ د غبرګولي ۲۵مه
د غزني د مرکز په منګور او د لوګر ولایت د محمد آغې ولسوالۍ د پورک په سیمو کې ١٠ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
له ۲۰۳ تندر قول اردو څخه باختر آژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې دغه وسله وال طالبان پرون د افغان ځواکونو د چاڼيزو عملیاتو او د هوايي بریدونو په ترڅ کې وژل شوي دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته