امنیت

بغلان کې پر ماین پاکانو د برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه

کابل / د غبرګولي١٩مه / باختر
وسله والو طالبانو د خپلو جنایتونو په دوام تېره شپه د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د هلوټرسټ ماین پاکۍ موسسې یو شمېر کارکوونکي د برید په پایله کې شهیدان او ټپيان کړي دي.
د جمهوررييس د وياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
جمهورريیس د دې برید د غندلو پر مهال وویل: وسله وال طالبان نه یوازې ماین پاکان، بلکې خیریه موسسې، ښوونځي، جوماتونه، ښوونکي او محصلین نښه ګرځوي، چې د خلکو د کرکې راپورته کېدو لامل ګرځي او دا ټول بشري جنایتونه دي چې په هېڅ منطق نشي توجیه کېدای.
جمهورريیس غني زیاته کړه، د وسله والو طالبانو ډله ځکه په ټول هیواد کې ماین پاکوونکي په نښه کوي چې هغوی لویې لارې، کروندې او کلي له ماینونو او چاودېدونکو توکو څخه پاکوي او په دې توګه د وسله والو ډلو له لوري د ملکي تلفاتو د زیاتېدو مخه نیسي.
د هیواد جمهورريیس د دغو قربانیانو کورنیو، خپلوانو او د ماین پاکۍ کارکوونکو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي او ټپيانو ته د لوی خدای (ج) له دربار څخه د عاجلې روغتیا هیله کوي.#
پاى

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته