امنیت

د ډار اچونې پرخلاف دعملياتو په دوام کې دډار اچوونکو له شتون څخه دننګرهار دنازيانو ولسوالۍ دزياتوسيمو پاکيدل

‘-کابل باختر د ليندۍ دويمه : دهېواد په ختيځ کې پوځي مقاماتو د ډار اچوونکو له شتون څخه دننګرهار ولايت دنازيانو ولسوالۍ دزياتوسيمو دپاکولو خبرورکړ . دوى وايي چې ددغو پوځي عملياتو له پيل څخه تراوسه پورې دداعشيانو اوطالبانو په ډلې پورې اړوند دافرادو له شتون څخه څه دپاسه شپيته کلي پاک شوي دي اوسلو تنو ډار اچوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده . دهېواد په ختيځ کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې عمليات په جديت سره دوام لري او ډار اچوونکو هم په بدحالت کې شپې سبا کوي . درارسيدلو خبرونو له مخې دتيرو ٢٤ ساعتونو په بهير کې په نازيانو ولسوالۍ کې د ډار اچوونکو له شتون څخه دڅو کليو دپاکولو تر څنګ څه ناڅه په ګڼ ميشتو لارو کې څه ناڅه اته ښخ کړى شويو ماينونو هم دپوځيانو له خوا کشف او شنډ کړى شوي دي . دهېواد په ختيځ کې پوځي مقامات وايي چې ډار اچوونکو ددغو ماينونو په ښخولو سره غوښتل يې په نازيانو ولسوالۍ کې د ډار اچوونکو په سنګرونو دپوځيانو دپرمختګ خنډ شي خو بريالي نه شول . دوى وايي چې دغه پوځي عمليات به د ډار اچوونکو له شتون څخه په بشپړه توګه دنازيانو تر پاکولو اوهم خلکو ته دامنيت تر ټينګښت پورې دوام ومومي . دنازيانو ولسوالۍ دننګرهار ولايت يوله نااراميو ولسواليو څخه شميرل کيږي هغه ولسوالۍ چې طالبانو او داعشيانو په ځينو برخو کې پراخ شتون درلود . پوځي مقامات وايي چې دهوايي اوځمکنيو بريدونو په بهير کې دوى په دې بريالي شوي دي چې په نازيانو کې د ډار اچوونکو عمده مرکزونه له ټولو جنګي وسايلو سره دړې وړې کړي او سختې ماتې دوى ته ورکړي . ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته