کابل باختردکب دمياشتې١٨ نيټه :
په تخار ولايت کې تيره شپه اوولس تنه پوځيان شهيدان شول.
دتخار ولايت امنيه قوماندان نظام الدين غوري د باختر آژانس خبريال ته وويل ؛ دتخار ولايت دخواجه غار ولسوالۍ دمومن پله په سيمه کې دافغان پوځيانو په پوستو د وسله والوطالبانو له خوا په شويو بريدونو کې د سيمه ييزو پوليسو لس تنه او د ملي اردو اووه تنه شهيدان او څو تنه نور تپيان شول.
ده زياته کړه سيمې ته نور پوليسان استول شوي او لا هم په ياده سيمه کې له ډار اچوونکو سره جګړه دوام لري.
د سرچينې په وينا په دغه پيښه کې ډاراچوونکو ته هم د سر دروند زيان اوښتى دى خو دقيق شمېر يې نه دى معلوم.پاى ذکرالله