کابل باختر دسلواغې ١٨ نيټه :
د لوړو زده کړو وزارت وياندې عارفې پيکار نن په يوه خبري غونډه کې د روان کال دکب د مياشتې په لومړۍ اوونۍ کې د لوړو او نيمه لوړو زده کړو په موسسو کې د شموليت د آزموينې د بهير د پيل خبر ورکړ.
د باخترآژانس د خبر له مخې ؛ په دې غونډه کې چې د دغه وزارت د ١٣٩٧ کال د کاري لومړيتوبونو د بيانولو په مقصد د حکومت د اطلاعاتو او رسنيو په مرکز کې جوړه شوې وه، عارفې پيکار دغه راز د خصوصي لوړو زده کړو د موسسو په فارغانو د ديپلومونو د ويشلو يادونه هم وکړه او زياته يې کړه چې د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي لوړو زده کړو د موسسو د سندونو او مدارکو له څېړنې وروسته د هغو تحصيلي بنسټونو فارغانو ته چې د لوړو زده کړو په معيارونو او په قانوني ډول جوړ شوي وي ، ديپلومونه وويشي .
دې دغه راز وويل ؛ د ١٣٩٧ کال يو لومړيتوب د علمي او د کار د بازار د اړتيا له مخې د تحصيلي نصاب بدلون دى چې په دې وروستيو وختو کې د دغه وزارت له مهمو چلنجونو څخه شمېرل کې ږي او په دې باب د بيا کتنې اړتيا ليدل کېږي.
عارفه پيکار د اړوند دولتي او خصوصي بنسټونو داستازو او د بهرنيو ماهرانو د يوې ځانګړې ډلې په ګډون د څلويښتو برخود جوړولو يادونه وکړه
چې د مسلکي او تخنيکي تعليماتو د ښوونځيو لپاره په اړوندو ښوونځيو کې د ښوونکو د روزنې په ګډون د نويو څانګو د جوړولو په خاطر د تحصيلي نصاب اصلاح کول ، د ښوونکو د روزنې لپاره د تخنيکي او مسلکي تعليماتو د اختصاصي پوهنځي جوړول او په اوږد مهال کې د تخنيکي او مسلکي ښوونځيو د ښوونکو د ظرفيتونو د لوړولو په برخو کې کارکوي.
دې دغه راز د تخنيکي او مسلکي نويو پروګرامونو دکيفيت د تضمين د ادارې د جوړولو د اعتبار ورکولو او د قابليتونو د تثبيتولو ، د اداري حالت د ښه والي او له فساد سره د مبارزې د منل شويو معيارونو له مخې په دولتي لوړو زده کړو موسسو او پوهنتونونو کې داستادانو داستخدام ، د تقنيني سندونو بيا کتنه او پراختيا او يوشمېر نور موارد يې د دغه وزارت له کاري لومړيتوبونو څخه وبلل او ويې ويل چې، ټاکل شوې ده دغه پروګرامونه د ١٣٩٧ کال په بهيرکې تطبيق شي .
1 2 دقیقې لوستل