قندهار باختر د لیندۍ ۳ مه
نن سهار د قندهار ولایت په معروف ولسوالۍ کې د ملي اردو یوه اکملاتي الوتکه نسکوره شوه،خو د مسوولینو په وینا چاته په کې د سر زیان نه دی اوښتی.
دغې الوتکې په معروف ولسوالۍ کې ناسته کړې او شل تنه سرتیري یې هم ښکته کړي،خو د بېرته الوتنې په وخت کې رانسکوره شوه.
د دغه ولایت امنیه قوماندان تورن جنرال تادین خان د باختر اژانس له سیمه ېیز خبریال سره په خبرو کې د یادې الوتکې د نسکورېدو لامل تخنیکي ستونزه په ګوته کړې.
ویل کېږي په دغه پېښه کې چاته د سر زیان نه دی اوښتی.پای/وصال