امنیت

نهه تنه وسله وال طالبان په کندز کې ووژل شول .

کابل باختر د  تلې لومړي :
نهه تنه وسله وال طالبان په کندز ولايت کې دنويو هوايي بريدونو له امله ووژل شول .
  په دغو  طالبانو نن سهار په دشت ارچي ولسوالۍ کې ددوى په پټنځيو بريدونه وشول .
دکوماندو دځواکونو يوه قوماندان باختراژانس ته وويل چې  په دغو بريدونو کې نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده وويل چې په دغو بريدونوکې دطالبانو څو پټنځي له پوځي تجهيزاتو سره يې له منځه تللي دي .
داپه داسې حال کې ده چې دکندز ولايت دښار شاوخوا په دې وروستيو کې  دطالبانو د فعاليت او شتون دزياتيدو ډګر و .
په همدې حال کې ددغه ولايت په ځينو برخو کې ستر پوځي عمليات دترسره کيدو په حال کې دي او ويل کيږي په دغو عملياتو کې  وسله والو طالبانو دسر دروندزيانونه زغملي دي او له لسګونو کلي څخه  شړل شوي دي .
  ختم _ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته