امنیت

د سولې له بهير سره يو ځاى شوي طالبان بېرته له وسله والو طالبانو سره يوځاى شول

کابل باخترد سلواغې نولسمه :
په سرپل ولايت کې يوه يوويشت کسيزه ډله طالبان بېرته له وسله والو طالبانو سره يوځاى شول .
د سرپل د ولايتي شورا رييس محمد نور رحماني باخترآژانس ته وويل: يوه يو ويشت کسيزه ډله  وګړني پاڅون کوونکي چې څه موده مخکې د سولې له بهير سره يوځاى شوي وو؛ پرون د قوماندان نور محمد په مشرۍ په صياد ولسوالۍ کې بېرته له وسله والو طالبانو سره يوځاى شول .
  د دغه ولايت يو سيمه ئيز مقام چې د نوم له اخستلو څخه يې ډډه وکړه؛ د دغه خبر په تاييدولو سره وايي: که چيرې مرکزي دولت په صياد ولسوالۍ کې  چاڼيز عمليات ترسره نه کړي؛ د صياد ولسوالۍ به ډير ژر سقوط وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته