امنیت

څلور تنه جګړه مار طالبان ووژل شول .

کابل باختر  د چنګاښ  شپاړسمه

دملي اردومنسوبينو پرون په غزني ولايت کې  د تصفيوي عملياتو په بهير کې څلور تنه وسله وال مخالفين ووژل او دوه تنه نور يي ونيول .

 دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفترباختر اژانس ته وويل  دغه عمليات  ددغه ولايت  په اندړ ولسوالۍ کې  ترسره شوي چې له امله يي څلور وسله وال مخالفين ووژل شول او دوه تنه نور يي ونيول شول  ، دوه کلاشينکوفونه ، پنځه موټرسايکل ، دپيکا درې صندوقه ګولۍ اوديارلس ماينونه ترلاسه شوي دي .

  دغه راز دملي اردو منسوبينو پرون  دامنيتي ګزمې په بهيرکې  يو ديرش ماينونه  او دوه کلاشينکوفونه ترلاسه کړل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته