امنیت

د امريکا په سفارت کې امنيتي تمرينونه ترسره شول

کابل- باختر د سلواغې دمياشتې ٣٠ د امريکا په سفارت کې پوځي تمرينونه ترسره شول. په داسې حال کې چې په کابل کې د امريکا په سفارت کې امنيتي تمرينونه د اجرا په حال کې وو؛ يو شمېرکسانو په خپلو ټولنيزو شبکوکې دغه سفارت او د شهيد مسعود څلورلارې ته څېرمه د يوې تروريستي پيښې د رامنځته کيدو يادونه کوله. د کابل يوه امنيتي خبرځاى چې د نوم له اخستلو څخه يې ډډه وکړه؛ د باختر آژانس خبريال ته وويل: اوس د امريکا سفارت دننه او د سفارت په شاوخوا کې امنيتي تمرينونه د اجرا کيدو په حال کې دي او هيڅ امنيتي انديښنې نشته. دغه تمرينونه په داسې حال کې ترکيږي چې څه موده مخکې په کابل کې د امريکا سفارت د دغه سفارت په وړاندې د امنيتي ګواښونو له امله خبردارى ورکړى و. روان تمرينونه دغه شان احتمالي ګواښونو ته د ځواب ورکولو په مقصد ترسره کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته