سیاستTOP

د جمهوررییس په مشرۍ په الکترونیکي بڼه د کابینې لومړنۍ غونډه جوړه شوه

کابل / د زمري ۱۰مه / باختر
د جمهوررییس محمد اشرف غني په مشرۍ په الکترونیکي بڼه د کابینې لومړنۍ غونډه نن له غرمې مخکې د کابینې د غړو او د ویډیو کنفرانس له لارې د والیانو په ګډون، په ارګ کې جوړه شوه.
باختر آژانس ته د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ په پیل کې جمهوررییس د هېواد د دښمنانو د بریدونو په دفعه کولو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د زړورتیا او سرښندنو قدرداني وکړه او د افغانستان امنیتي او دفاعي ستراتېژۍ، د کابینې غړو د رول او د دې په څرګندولو سره چې په دغه ستراتېژۍ کې مشخصه برنامه شته او د هېواد له امنیتي او دفاعي ځواکونو بشپړ سیاسي ملاتړ موجود دی، معلومات ورکړل.
جمهوررییس غني د کابینې د الکترونیکي سیستم د پرانیستې پر مهال د چارو ادارې لوی ریاست، د ملي امنیت شورا دفتر او د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې د هڅو مننه وکړه.
د هېواد جمهوررییس د نړۍ له ټکنالوژۍ سره د افغانستان د حکومتولۍ د همګام کېدو د پیل په هکله چې دغه ټکنالوژي په ژوند کې د بدلون لامل شوې او د نړی ۶۰ سلنه مشورتي معاملې د الکترونیکي ټکنالوژۍ له لارې ترسره کېږي؛ همدا راز ټکنالوژي وګړو ته د خدمتونو په وړاندې کولو کې د تغییر لامل شوې او له دې جملې د روغتیا د راتلونکي زیاته برخه د ټکنالوژۍ پرمختګ پورې اړه لري، په اړه مفصل معلومات ورکړل.
په همدې ترتیب جمهوررییس د معاش د ډیجیټلي ورکړې، د پاسپورټ سیستم په وصلولو سره د خدمتونو وړاندې کولو، پر برېښنایي تذکرې د ورکړو سیستم او دا چې د سیستمونو په ایجاد سره د معلوماتو د تبادلې په برخه کې زموږ عمده ستونزې حلېږي، هم توضیحات ورکړل.
جمهوررییس څرګنده کړه: په نږدې راتلونکي کې به مرکزي بانک امنیتي او دفاعي ځواکونو او همداراز ملکي مامورینو ته له یو میلیون څخه تر پنځه میلیونو افغانیو پورې د پورونو د ورکړې زمینه هم برابره کړي.#
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته