فرهنګ

د افغا نستان غالۍ بيا اول شو

کابلباختر دسلواغى ١٦ مــــــــــــــــه

د افغا نستان  غاليو ددوبي په نړيوال نندارتون کې ددويم کال لپاره لومړۍ مقام و ګاټه

په عر بي متحده امارا تو کې د اطلاعا تو او فرهنګ وزارت د فرهنګي اړيکو مسوول فضل من الله ممتاز نن د باختر اطلاعا تي اژانس ته وويل چې د غا ليو نړيوال نندارتون يوه مياشت مخکې په دوبي ښار کې پرا نيستل شو او پرون د جايزو په ويشلو سره پاي ته ورسيد

يو مختلط نړيوال هيئت د موادو ، نخچې ، ډيزاين او ښکلا له پلوه د نړۍ ډول ډول غا لۍ وڅيړلى اود افغانستان غاليو ته يې ددغو ټکو په پام کې نيولو سره ددغه نندارتون لو مړۍ مقام ورکړ

تيرکال د غاليو نندارتون په دو بي کې جوړ شوي و او افغا نۍ غاليو دغه مقام ترلاسه کړى و .

افغا نۍ غاليو د ابو ظبي د حکومت او ددو بي ښار والۍ دوه نړيوالې جايزي ترلاسه کړې

 دجايزو د ويشلو په مراسمو کې د نندارتون سا زمان ورکوونکې ، د ابو ظبي مقا ما تو ، د خوست والي عبدالجبار نعيمي ،په دو بي کې جنرال قونسل عتيق الله عاطف مل ، په ا مارا تو کې د اطلاعا تو او فرهنګ و زارت فرهنګي مسوول فضل من الله ممتاز د موضوع په اړوند خبري و کړې

دابو ظبي د ا مارا تو مسوولينو ددغه امارت د ادارو ټولو مسوو لينو ته لارښوونه و کړه چې افغا نۍ غا لۍ و پيري او په خپلو دفترو نو کې يې وغوړوي

افغا نۍ غا لۍ د غا ليو په نړيوال نندارتون کې د تنوير جبار خيل شرکت  له خوا ننداري ته وړا ندې شوي

افغان مهاجرينو ، سو دا ګرو ديپلو ما تا نو اود سلا کاروزير سيد ناصر نادري په ګډون په زر ګو نو تنو دغه نندارتون و کوت

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته