کابل باختر دسلواغې ديرشمه :
په بغلان ولايت کې يوه ښځينه پوليسه نن دخپل ميړه له خوا دتبر په ګوزارونو سره ووژل شوه .
دبغلان ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى جاويد بشارت باخترآژانس ته خبرورکړ: ددغه ولايت دامنيې قوماندانۍ يوه ښځينه پوليسه ساتمنه سبزه د خپل ميړه له خوا د تبر په ګوزارونو سره په بې رحمانه ډول وژل شوې ده .
ده وويل: ددغې پيښې اصلي علت کورنۍ تاوتريخوالي دى او د پيښې په اړوند د پوليسو څيړنې پيل شوې دي .
ويل کيږي ددغې ميرمنې ميړه له ساحې څخه تښتيدلى دى او ترڅارنې لاندې دى.
0 د یوې دقیقې څخه لږ