خبرونهټولنه

پکتیا کې د ۲.۴ میلیونه افغانیو په لګښت د یو جومات د رغولو چارې پیل شوې

کابل، د غوایي، ۱۱مه، باختر 

د ګردېز ښاروالۍ مسوولین وايي، چې د دغه ښاروالۍ په انګړ کې ۲ میلیونه او ۴ سوه زره افغانیو په مالي لګښت د یو جومات د رغولو چارې پیل شوې دي.

د یاد ولایت  ښاروال مولوي حبیب الرحمن منصور د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته ویلي چې دغه جومات د ۱۷ مترو په اوږدوالي او ۱۰ مترو په پلنوالې سره په یو پوړ کې په پاخه او اساسي ډول جوړېږي.

د یادونې وړ ده، چې دغه جومات د ګردېز ښاروالۍ خلکو، هټیوالو او سوداګرو په مالي همکارۍ جوړېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته