کابل / دسلواغې ٢٩مه /باختر :
د اطلاعاتتواو فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين پوهاند محمد رسول باوري نن په کابل کې د پاکستان سفارت له مرستيال حسن خان وزير سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د فرهنګي اړيکو د پراختيا په باب خبرې وکړې.
د باختراژانس د خبريال د خبرله مخې، په دې کتنه کې په تحصيلي، تاريخي ابداتو او د موزيمونو د ساتنې په برخو کې د فرهنګي همکاريو په باب غور او خبرې وشوې.
پوهاند باوري د پاکستان د سفير له مرستيال څخه وغوښتل چې د پاکستان حکومت داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت لپاره په فرهنګي او د ژورناليزم په برخو کې له ديپلوماتيکي لارې دتحصيلي بورسونو د ورکړې زمينه برابره کړي.
دپاکستان دسفير مرستيال وويل چې کال په کال اته سوه تحصيلي بورسونه افغانستان ته ورکوي .
هغه په فرهنګي برخه کې د خپل هېواد په همکاريوباندې ټينګاروکړ او ويې ويل چې پاکستان په فرهنګي برخه کې له افغانستان سره په همکارۍ ژمن دى .
ختم_ف _ اکرم