ټولنه

د خواخوږۍ پيغام

کابل باختر دکب دمياشتې ١٨ نيټه :
د افغانستان د عالمانو د سرتاسري شوری د خواخوږۍ  پيغام!
په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې، زموږ د دین او وطن دښمنانو د جلال آباد ښار د لومړۍ ناحیې اړونده سیمه کې په ځانمرګي بريد سره د ننګرهار ولایت د ارشاد، حج او اوقافو رئیس مولوی عبدالظاهر حقاني او د هغه موټر چلوونکی شهیدان او نهه تنه ملکي افغانان يې ټپیان کړل.
د افغانستان د عالمانو سرتاسري شوری دغه غیر اسلامي او غیر انساني عمل په کلکه غندي او د لوی خدای جل جلاله له دربار څخه شهیدانو ته فردوس جنت، ټپیانو ته سملاسي روغتیا او د هغوی کورنیو او دوستانو ته د زړه صبر غواړي.
شهید مولوي حقاني یو تکړه عالم، په دین او هېواد مئین شخصیت وو، چې شهادت یې ستره علمي او ملي ضایعه ده.
شوری له امنیتی ارګانونو څخه غواړي ترڅو؛ د دغه جنایت عاملین په ګوته اود قانون منګولوته يې وسپاري. پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته