کابل / د چنګاښ ۲۰ مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزیر ډاکټر محمد قاسم وفايي زاده نن د افغانستان لپاره د آقا خان بنسټ د پراختیایي شبکې له سفیرې شهر زاد هیرجي سره وکتل.
د باختر اژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزیر ډاکټر محمد قاسم وفايي زاده په فرهنګي چارو او د تاریخي آبداتو په رغونه کې د آقاخان بنسټ فعالیت مهم وباله.
ډاکټر وفايي زاده په افغانستان کې د آقا خان بنسټ له سفیرې وغوښتل چې د تاریخي آبداتو په برخه کې د دغه وزارت کار کوونکو ته د زده کړې لنډ مهاله کورسونه جوړ کړي. هغه د آقا خان بنسټ سفیرې ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ او اندېښنه یې څرګنده کړه چې د تېر په څېر بیا ځل طالبان تاریخي آبدات زیانمن نه کړي.
په ورته وخت کې د آقا خان بسنټ سفیرې شهر زاد هیرجي په افغانستان کې د فرهنګي میراثونو او تاریخي آبداتو د بیا رغونې او ساتنې په برخه کې پر هغو چارو رڼا واچوله چې آقا خان بنسټ ترسره کړې دي. هغې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزیر ډاکټر محمد قاسم وفايي زاده ته ډاډ ورکړ چې په فرهنګي چارو کې به له دوی سره د تېر په څېر خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
د یادونې وړ ده چې د کتنې په پای کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست (افغانستان په انځورونو کې) او د آقا خان بنسټ سفیرې هغه کتاب چې په افغانستان کې یې خپلې ترسره شوې کړنې په کې ځای پر ځای کړې وې، یو بل ته ډالۍ کړل.
8 1 دقیقه لوستل