ښوونه او روزنه

ورکشاپ جوړ شو

کابل باختر د وږي اته ويشتمه
۱۲ دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته د کیفیت لوړونې او اعتبار ورکونې پروګرام د چوکاټ زده کړه ییز ورکشاپ جوړ شو.
باخترآژانس ته په رارسيدلې خبرکې ويل شوي دي.
د ورکشاپ په پرانیسته کې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ډاکتر عبد اللطیف روشان د یوه شپږ میاشتني پروګرام یادونه وکړه چې پر بنسټ به یې د پوهنتونونو کیفي حالت ښه شي او هر پوهنتون به د سیمې او نړۍ په کچه د پوهنتونونو په درجه بندۍ کې خپل ځای تثبیت کړي.
ده وویل پدې پروګرام کې، تحصیلي نصاب د بیا کتنې په اړه ملي اجماع جوړول، د تالیف او ژباړې مرکزونو تاسیس، د علمي څېړنو مرکزونو را منځته کول او له هغوی څخه په معیاري توګه کار اخېستل، د هېواد او نړۍ په کچه د پوهتونونو درجه بندي او د بازار له غوښتنو سره سم د فارغانو ورکول شامل دي.
دلوړو زده کړو وزارت سرپرست زیاته کړه، له لومړیو شپږو میاشتو وروسته به د نړیوالو متخصصینو په مرسته د هغو نویو پوهنځیو د رامنځته کولو چارې پیل کړي چې زموږ ټولنه ورته اړتیا لري.
ډاکتر عبد اللطیف روشان د دې پروګرام په تطبیق کې د مرستندويو موسسو او د پوهنتونونو د رهبري پلاوي همکارۍ اړینې وبللې او هیله یې څرکنده کړه چې د لازمو معیارونو په بشپړېدو سره به با کیفیته پوهنتونونه رامنځته شي او وړ کادرونه به ټولنې ته وړاندې کړي.
نوموړي د ۱۲ دولتي او خصوصي  پوهنتونونو ورکشاپ له جوړونکو مننه وکړه او هغه یې د هېواد د پوهنتونونو د کیفیت د لوړوالې لپاره یو اغېزمن ګام وباله.
د لوړو زده کړو وزارت علمي چارو مرستیال پوهنمل عبد التواب بالا کرزي د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې پلان پر ښه تطبیق ټینګار وکړ ويې ويل، د دې پروسې په لومړی ګام کې د حکوتولۍ ۴ معیارونه، علمي نصاب او محصلانو خدمتونو ۵ معیارونه،  او د پوهنتونونو امکاناتو او تاسیساتو ۲ معیارونه شامل دي. نوموړي زیاته کړه د پوهنتونونو د اعتبار لاسته راوړلو لپاره لومړی پړاو کې ۵۱ نومري، په دویم پړاو کې ۷۱ نومرې او په درېیم پړاو کې ۸۱ نومرې ټاکل شوې دي.
د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت لوړونې او او اعتبار ورکونې رئیس پوهاند محمد نعیم وویل،  په دې ورکشاپ کې د ګډون کونکو پوهنتونونو مسولانو ته د اعتبار ورکونې معیارونو، ځاني ارزونې، د راپور لیکنې څرنګولي او د پوهنتونونو د لید لوری په اړه چې د ځاني ارزونې د معیارونو  په چوکاټ کې شامل دي، زده کړه ورکول ګېږي.
نوموړي وویل، مخکې هم دې ته ورته پروګرامونه، یو شمېر پوهنتونونو ته جوړ شوی او دا یې درېیم پړاو دی.
په ورکشاپ  کې د نړیوال بانک لوړو زده کړو د پیاوړتیا پروګرام (HEDP) رئیس نوراحمد دروېش، د لوړو زده کړو  د کیفییت تضمین پروګرام د پلي کولو په اړه د دې ادارې د رول په اړه خبرې وکړي ورپسې د پوهنتونونو څخه د ملاتړ او بشري ځواک پیاوړتیا پروګرام (USWDP)  رئیس داکتر وحید عمر د اړوند پروګرام د همکاریو په اړه معلومات ورکړې.
د یادونې وړ ده چې د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کې د کیفیت لوړونې او اعتبار ورکونې ریاست په ۱۳۹۱ کال کې جوړ شوی او په سیمه ییزه او نړیواله کچه د هېواد پوهنتونونو د معیاري کولو په برخه کې فعالیت کوي. پاى- ع 

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته