امنیت

ديرش تنه وسله وال طالبان و وژل شول

کابل  باختردکب دمياشتې  ١٣ :
افغان امنيتي ځواکونو اودايتلاف  قوتونو په تيرو څلرويشتو ساعتو کې دهيواد په ځينو ولايتونو کې چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې ديرش تنه وسله وال طالبان ووژل شول  شپږتنه يې ټپيان او اووه تنه نوريې ونيول شول.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته  خبرورکړ ، دغه عمليات دامنيتي ځواکونوله خوا دکونړ، کندز ، بلخ ، قندهار ، زابل  او هلمند ولايتونوپه مربوطاتو کې  ترسره شول  چې له امله يې ديرش تنه طالبان ووژل شول  شپږتنه ټپيان  او اووه تنه نوريې ونيول شول.
دخبرځاى دڅرگندونوله مخې، په دغو عملياتو کې  يوه زياته اندازه جنګي وسايل او چاوديدونکي توکي هم دامنيتي ځواکونولاسته ورغلى دى .
دغه رازملي پوليسو  دغزني او خوست دولايتونو په مربوطاتو کې شپږ ماينونه کشف اوشنډکړل.
ديوبل خبرله مخې، دکابل د ١٠١ آسمايي زون دقوماندانۍ پوليسويو تن دنشه يي توکو دپلورلو په تور دکابل ښار ددويمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې ونيوه.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته