ښوونه او روزنه

د لوړو زده کړو وزارت خبرتيا

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٢
د لوړو زده کړو وزارت خبرتيا
په شرايطو برابر هغو هيوادوالو ته چې د کابل پوهنتون او د شهيد استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون د شپې د برخې دکانکور په آزموينه کې د نوم ليکنې دواطلبان وي او يا د نوم ليکنې له موجود طرز العمل سره سم د کانکور دتيارى په پروګرام کې د شموليت هيله لري؛ خبر ورکول کيږي چې دکابل پوهنتون په دروازو کې د ستونزو د رامنځته کيدو له امله او د محصلانو د لوست او آزموينو په بهير کې د مزاحمت د مخنيوي په مقصد د کانکور د تيارى پروګرام او د شپې دبرخې د کانکور په آزموينه کې د شموليت دنوم ليکنې مرکز دکابل ښار په پخواني زيږنتون کې د شهر آرا  تدريسي روغتون ته ليږدول شوى دى.
په دې وسيله له غوښتوونکو څخه هيله کيږي چې د نوم ليکنې لپاره دې د روان کال د زمري دمياشتې تر شلمې نيټې پورې د شهر آرا په تدريسي روغتون کې نوى ځاى ته ورشي.
له دغې نيټې وروسته د نوم ليکنې بهير پاى ته رسيږي او غوښتوونکي به د شکايت حق نه لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته