امنیت

دوه ویشت طالبان په هلمند کې ووژل شول

کابل / د سلواغې ٢۳ مه / باختر
دوه ویشت وسله وال طالبان په هلمند کې د پوځيانو په بریدونو کې ووژل شول.
دغه وسله وال طالبان تېره شپه غوښتل په نهرسراج، سنګین او ناوې ولسوالیو کې د پوځيانو پر پوستو یرغل وکړي چې د هوا او ځمکې له لارې بریدونه پرې وشول.
د هېواد په جنوب لوېدیځ کې د میوند قول اردو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د پوځیانو په بریدونو کې ۲۲ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یو بل خبر له مخې:
پوځیانو نن سهار د هلمند په ګڼ مېشتو لارو کې د ۱۶ ماینونو په کشف او شنډولو سره د یولړ چاودنو مخه ونیوله.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته