روغتیا

په پنجشير کې دروغتيايي خدمتونو وړاندې کولو پراختيا موندلې ده .

 کابل باختر د ورى  يو ويشتمه :
دپنجشير ولايت دعامې روغتيا رييس وايي چې په دغه ولايت کې دروغتيايي خدمتونو وړاندې کولو په سلو کې اويا پراختيا موندلې ده .
دپنجشير ولايت دعامې روغتيا رييس ډاکتر عبدالصمد کريم دباختراژانس خبريال ته وويل: په هغو نويو نظر شنجونو کې چې ددغې ادارې له  خوا  ترسره شوي دي ددې څرګندوى دي  چې په دغه ولايت  کې دروغتيايي خدمتونو وړاندې کولو په سلو کې  اويا پراختيا موندلې  ده .
ده وويل څلويښت بستريز  روغتون ته د رخې ولسوالۍ دشل بستريز  روغتون په لوړيدو سره دغه روغتون په دې بريالى شوى دى چې دولادي او نسايي ، عمومي جراحۍ او دعمومي داخله په څانګو کې ددغه ولايت خلکو ته ښه روغتيايي خدمتونه وړاندې کړي .
داونابې ، پريان ، بازارک  او دابشار په ولسواليو کې په روغتيايي امکاناتو سمبال څلورو کلينکوفونوته  دودانيو جوړول په دغه ولايت کې دروغتيايي خدمتونو وړاندې کولو په لاره ديادونې وړ برياليتوبونه  دي .
خو په همدې حال کې يې دمتخصصو او تګړه ډاکترانو دکمښت يادونه وکړه او ويې ويل دوى هلې ځلې کوي چې په دغه ولايت کې دمتخصصو اومجربو ډاکترانو دکمښت ستونزه هم لرې کړي .
ډاکتر عبدالصمد کريم څرګنده کړه په پام کې دي چې د پنجشير په مرکز کې يو ولايتي روغتون جوړ کړي او په دې برخه کې دعامې روغتيا وزارت مرستې اوهمکارۍ ته اړتيا ده .
په همدې حال کې دپنجشير ولايت يو شمير خلک وايي چې په څو وروستيو کلونوکې په دغه ولايت کې دروغتيايي  خدمتونو په وړاندې کولو کې ښه والى راغلى دى او دوى هيله کوي چې ددغه ولايت په روغتيايي مرکزونوکې تشخيص او درملنې ښې زمينې برابرې کړي .
ديادونې وړ ده  چې همدا اوس دپنجشير ولايت په روغتيايي مرکزونو کې نږدې دوه سوه تنه ډاکترانو او نور  روغتيايي کارکوونکي په خدمت بوخت دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته