کابل باختردکب دمياشتې ١٣ :
دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ دپوليسو منسوبينو پرون په دغه ولايت کې ددوو تروريستي پيښو مخه ونيوله.
دشمشاد د ٢٠٢ ساحوي زون دقوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ.
وسله والو مخالفينو يو ماين دبټي کوټ ولسوالۍ په سه پاى ساحه کې اوبل يې دبهسودو ولسوالۍ په اينګ ساحه کې دننګرهار ولايت شيرزاد دولسوال کورته څيرمه ښخ کړي و چې دپوليسو له خوا کشف اوشنډکړى شو.
1 د یوې دقیقې څخه لږ