امنیت

دولس تنه وسله وال مخالفين ووژل شول .

کابل باختر د تلي دريمه :
د کندز ولايت په مربوطاتو کې دملي اردودځواکونو دچاڼيزوعملياتو په بهير کې دولس تنه وسله وال مخالفين ووژل شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ. دغه عمليات چې دکندز ولايت ددشت ارچي ولسوالۍ دقرلق ، عيدګاه او دپل الچين  په سيمو کې ترسره شول  په بهير کې يې دولس تنه ډار اچوونکي  ووژل شول شپږ تنه ټپيان او دطالبانو ديومشهور قوماندان ناصر دډلې يو غړى حميد الله ونيول شو.
دخبرځاى دڅرګندونوله مخې دغه راز يو توغندى ويشتونکي يو کلاشينکوف او يوموټرسايکل  ترلاسه شو او پنځه ماينونه هم کشف او شنډ کړى شول .

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته